ایران د اسرائيل او امریکا لخوا پر دغه هېواد د پراخو بریدونو له پیل راهیسې منځني ختیځ پر بېلابېلو د ځانمرګي یا چاودېدونکو ډرونونو په وسیله له ۲۰۰۰ ډېر غچاخیستونکي ګوزارونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو نسبتآ ارزانه ډرونونو شنډولو لپاره تر اوسه له ۸۰۰ ډېر دفاعي توغندي توغول شوي چې د هر یوه بیه تر ۴ میلیونه ډالرو رسېږي.
د فایننشل ټایمز د امنیت او دفاع خبریال چارلز کلاور بيبيسي ته ویلي، د پاټریوټ هر دفاعي توغندی شاوخوا ۴ میلیونه ډالر ارزښت لري.