ټاکل شوې سبا شنبه (سلواغه ۱۸/فبروري ۷) د ۲۰۲۶ کال د نارینهو د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام سیالۍ پیل شي. دا لوبې د سريلنکا او هند په کوربهتوب کېږي او په سږني نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ټولټال شل لوبډلې سیالي سره کوي.
افغان لوبډلمشر راشد خان ویلي چې له افغان ملي لوبډلې اوس د خلکو “تمې هم ډېرې لوړې شوې دي” او دوی به هڅه وکړي چې په دې جام کې ښه وځلېږي.