د پاکستان مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ “زیاتېدونکې ترینګلتیا د اندېښنې وړ” بللې ده او ویلي یې دي چې د دوو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ جګړه “د یوه په خیر هم نه ده.” ښاغلي خان دا خبره له اډياله زندانه پرخپله اېکسپاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې داسې مهال کړې چې افغانستان او پاکستان پر دوه ورځني یا ۴۸ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.