د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي ځواکونو یې ختیځ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې د پاکستان پوځ یوه پوسته نیولې، ۱۴ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ۱۱ نور ټپيان کړي دي. ورمخکې د پاکستان پوځ ویلي و چې په راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه کې د افغان طالبانو د تېرې ورځې ډرون بریدونه خپلو مطلوبو اهدافو ته نه دي رسېدلې او د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي کسان پکې ژوبل شوي دي.