په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په داسې حال کې زور اخیستی، چې د بشري حقونو فعالانو دوې ډلې وايي، د دسمبر پر ۲۸مه د دې مظاهرو له پیل راهیسې ۴۸ احتجاجیان وژل شوي دي.
له دې مخکې د ایران مذهبي مشر پر احتجاجیانو نیوکه وکړه او دا یې ”یو شمېر ورانکاري” وبلل، چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ”خوشحال” کولو هڅه کوي.