په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې يوې فلسطینۍ چارواکې هلته د اسرائیلو له خوا د کنترول پراختيا د اسرائیلو او فلسطينیانو تر منځ د خبرو اترو او مذاکراتو “پای” بللی دی. د الخليل یا هبرون چارسمبالې ښاروالې اسما الشرباتي ويلي، د اسرائېلو د کابينې له خوا په دې وروستيو کې اعلان شوي نوي بدلونونه به فلسطيني چارواکي ان په هغو سيمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي د ښاري پلان جوړونې او پراختيا په اړه له پرېکړو بې برخې کړي.