په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په ننګرهار او پکتیکا ولايتونو کې پر “ملکي سيمو” د پاکستان وروستي بریدونه چې په وینا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکيانو ته په کې مرګژوبله اوښتې، غندلي او په “مناسب وخت” کې د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې ده. د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت وړاندې په افغانستان کې د بریدونو په تړاو ویلي وو، “د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

0 Item | 0.00$
View Cart
fa_AFPersian