د ۲۰۲۲ کال د ژمي پر یوه سهار رافایل وانګ او فیګو چان د هانګ کانګ د سټینلي په نوم زندان ته ورننوتل چې له جېمي لای سره وګوري. هغه رسنیز میلیاردر چې دوه کاله وړاندې د ملي امنیت د جرمونو په تور نیول شوی و او خپلې محکمې ته یې انتظار باسه.
دوی ټول د ۲۰۱۹ کال د هغو لانجمنو لاریونونو برخه وال وو چې هانګ کانګ یې ولړزاوه؛ هغه مهال چې سلګونه زره کسان سړکونو ته راووتل او د چین په دې سیمه کې یې د ډیموکراسۍ او لا زیاتې ازادۍ غوښتنه کوله.
دوی به ډېر وخت د ماښامنۍ لپاره سره راټولېدل؛ کله ناکله به یې ګرانبیه خواړه خوړل او یا به یې خټین لوښي کې پخې شوې وریجې، پیزه او یا هم په تپ پاخه شوي خواړه خوړل، په داسې حال کې چې خبرې او ټوکې ټکالې به یې هم کولې. چان وویل: “د لای په زندان کې “د زنجبیلو له اچارو سره وریژې خوښولې.” هغه زیاته کړه: “هېچا به دا تصور هم نه کاوه چې جېمي لای به داسې څه وخوري!”