پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند پر خپلو غړو او پلویانو د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو غږ کړی دی.
پيټيای پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو احتجاجونو غوښتنه د عمران خان روغتیا په تړاو د اندېښنو له کبله شوې ده.
۷۳ کلن عمران خان چې په اډیاله زندان کې د بند شپې سبا کوي، په دې وروستیو کې شکایت کړی او ادعا کوي چې له درملنې سره سره یې د ښي سترګې یوازې “۱۵ سلنه” لید پاتې دی.