د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن ډوجارېک د خپل مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ويلي چې ملګري ملتونه د ایران او امریکا تر منځ د غير مستقيمو خبرو اترو هرکلی کوي. نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو مشر ټینګار کړی چې “ټولې اندېښنې د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کېدی شي او بايد له همدې لارې حل شي”. ډوجارېک ويلي، چې د ملګرو ملتونو مشر په خبرو اترو کې له ښکېلو خواو غواړي چې دغه مذاکرات روان وساتي او هيله یې ښودلې چې دا به د “سيمه ييزو کړکېچونو د کمولو او د کړکېچ د پراخېدو د مخنيوی لامل شي”.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

0 Item | 0.00$
View Cart
fa_AFPersian