د پاکستان د کورنیو په چارو کې د دولت وزیر ادعا کوي چې په اسلام اباد کې ننی بریدګر افغان نه دی خو څو ځله یې افغانستان ته سفرونه کړي وو. طلال چوهدري چې کومه ادعا کړې دا یې لا روښانه کړې نه ده چې څنګه دوی دومره ژر دغه معلومات ترلاسه کړل او دا یې معلوم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې بندې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي چوهدري د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون او فعالیت خبره په ځلونو رد کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

0 Item | 0.00$
View Cart
fa_AFPersian