د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، د اسرائیل امنیتي کابینې د غزې ښار کنټرول ترلاسه کولو په تړاو د بنیامن نتنیاهو پلان تصویب کړ. اسرائیل کابینې دغه راز د جګړې پای ته رسولو لپاره د حماس بې وسلې کولو، د مړو او ژوندیو یرغمل شویو اسرائیلیانو ستنولو او پر غزې د اسرائیل امنیتي کنټرول په ګډون ځینې نورو موضوعاتو په هکله هم توافق کړی. د اسرائیل لوی درستیز ایال زمیر له دې طرحې سره مخالفت کړی چې وايي، د پوځیانو او یرغمل شویو اسرائیلیانو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي. د یرغمل شویو اسرائیلیانو کورنیو هم له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی.