د حماس د ملکي دفاع اداره او روغتیايي سرچینې وايي چې پر غزې د اسرائيل د تېرې شپې په بمبارۍ کې د وژل شویو شمېر ۱۱۴ ته لوړ شوی دی. په دوی کې د مور او پلار په ګډون د یوې کورنۍ ټول ماشومان او ۱۳ هغه کسان هم شامل دي چې په جبالیا پنډغالي کې پر جومات او یوه خیریه کلینېک باندې برید کې وژل شوي.