په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازو ترمنځ چین کې پر دوشنبه په پنځمه ورځ هم خبرې روانې وې. له پرله پسې هڅو سره سره دواړه خواوې د خبرو دجزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې له اوله سره د چین حکومت ” نه غوښتل چې دا خبرې رسنیزې شي”.