د هند په احمد اباد کې د لندن پر لور روانه الوتکه له الوت لږ وروسته وغورځېده. د هند دولتي هوايي چلن ائرانډیا لخوا په دې هکله ویل شوي: ”اې ای ۱۷۱ شمېره الوتکه چې له احمد اباد نه د لندن ګېټویک هوايي ډګر ته پرلار وه، نن له یوې پېښې سره مخامخ شوه.” هندي چارواکو په داسې حال کې د لږ تر لږه ۲۰۰ مسافرو وژل کېدل تائید کړي، چې د یوه بریتانوي ژوندي پاتې کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.